Hashir Taimoor - حاشر تېمور


 

ربه تا ته ملامته 

ستا جهان ته ملامته 

ستا جانان ته ملامته 

هر انسان ته ملامته ،،

یمه ځان ته ملامته 

یو پیزوان ته ملامته 

زه ده ځمکې اوسېدونکي 

یم اسمان ته ملامته ،،

نه خوښېږم ده خوشحال 

حمزه سترګې رانه واړوي

غني نه راته را ګورې 

زه رحمان ته ملامته،،

هم پټيږمه ده اوړي 

هم خفه یمه په جمعې 

پکې اؤ چې نه ژړېږم 

شم باران ته ملامته ،،

فلسطين له یم غمجن 

په شام ځان قربانؤم 

زه کشمير لم چغې وکړم 

خو وزيرستان ته ملامته،، 

اؤ منم مسلمانان دي 

حق دوي له هم پکار دی 

خو پښتون هم کنه ربه 

کابل جان ته ملامته

Post a Comment

Previous Post Next Post