خبرې ده خارو کړي او مزل کوي ده زرکي
که زړه دي چا له ورکو نو زړګي به درله درکي
منمه چي په پټه خو کتل هم ناروا دي
خو سترګي شي مجبوره او بس تاته درنظر کي
کيدي شي چي زنځير ده غلامۍ ټوټي ټوټي شي
که چرته کښې راټول دي پښتانه ده لر او بر کښې
زمونږ ده پښتنو مثال ده هغي خارونئ دي
چي راشي په الوت کښې ترتنه پري به نيم وزرکي
مونږ ټول عمر ده امن او امان غوښتنه کړي
خو نه يو مخکښي شوي ده ناحقو په لښکر کي
چي ټول عمر يي لاس کښي ده بارودو کاروبار وي
ده هغه چا په لاس به څنګ ده سرو ګلونو کرکي
ده ميني په دي خکولي فلسفه مي تعجب شي
چي څوک بوځي کعبې له او څوک پوهه په منترکی
ارمانه په دي ځينو ځينو خلقو افرين شه
چي زړه ته دي دننه کي او بيا دي را بهر کی
KHALID ARMAN
Klc first semester
Post a Comment