Khalid Arman - خالد ارمان



 زه بـــه صفت کومــه ستا او بس تـه واه واه کوه

شعر به ليکم ستا په ښکلا او بس ته واه واه کوه


خلق وايــي چي جوړي پـــه اســمانــونــو کيږي

زمـــا او سـتا جوړا پــخا او بس تــه واه واه کوه


کـــه وســائل لـــوټ کول غواړی نو صفــا اوايـــه

درتــه بـه پريدو پختونخوا او بس ته واه واه کوه


ډيــــره مـــوده اوشـــوه چــي خـــوب نـــه راځــي 

زہ مئين شوي يــم پــه تــا او بس تـه واه واه کوه 


ســر پــه تــلــي کښې ګرځوم خــو ټـيټومه يي نـه

ســر مي ده تنه شو جــــدا او بس تـه واه واه کوه


ستـــا پــاليسي دا ده ډالرو او پــراکسي جــنګونــو 

نـن په جمات کښې دهــماکا او بس ته واه واه کوه


زمـٙـا قاتل زمــا مجــــرم ورتــه صـفــا معــــلوم دي

جيل تـه يي بو نتلو نن بيــا او بس ته واه واه کوه


کلـــه ده يو کلــــه ده بل پــــه غلامۍ کښې يمـــــه

ورک شوم بـرباد شومـ‍ـه تبـا او بس ته واه واه کوه


پـــيغلي ملالــــــۍ چــي مکتب تـــــه نــــــه ځــــی 

ده خور علاج به کړي په چا او بس ته واه واه کوه


کـــله يي يو کـــله يي بل خپلو جلسو کښي راښکي

بيــا ورتـــه وائــي شـــــهدا او بس تـــه واه واه کوه


ارمــــــانـــه! ستـــــا ده تلــــــٙو نــــــه بــــعد قسم دي 

زړه مي خوګيګي په رښتیــــا او بس ته واه واه کوه

KHALID ARMAN 

KLC First semester

Post a Comment

Previous Post Next Post